دخپریدو نیټه : 2015-04-11 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د ماشومان د ساتني موسسي پنځه کار کوونکي ووژل سول.
لودين
په اروزګان کي د ماشومانو د ساتني د موسسي پنځه تنه تښتول سوي کسان وژل سوي او جسدونه يې وموندل سول.
دا کسان شاوخوا څلويښت ورځي وړاندي د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند د سولي له دښتي څخه وتښتول سول او بيا په اروزګان کي ميشتو وسله والو د دې کسانو د خلاصون په بدل کي د خپلو يو شمېر بنديانو د خلاصون غوښتنه وکړه.
دا کسان د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کي په ډزو سره وژل سوي او بيا يې جسدونه د چنارتو ولسوالۍ اړوند په پاتان نومي سيمه کې غورځول سوي وه.
د اروزګان ولايتي وياند دوست محمد ناياب وايې چې د چنارتو ولسوالۍ څخه يې د وژل سويو کسانو جسدونه را ليږدولي دي او دا مهال په روغتون کي دي.
وژل سوي کسان رفيع الله د اروزګان د مخکني والي معلم رحمت الله زوى، نقيب الله او محمد هارون د ماشومانو د ساتني د موسسي کار کوونکي او همدا راز محمد نعيم موټر چلوونکى چې دغه څلور واړه د همدي ولايت د مرکز ترينکوټ اوسيدونکي وه.
په وژل سويو کسانو يو بل کس منصور نوميږي چې د ختيځ ولايت ننګرهار اوسيدونکى دى.
تر اوسه پوري ددي کسانو د وژني مسوليت کومي ډلي نه دى منلى .