دخپریدو نیټه : 2015-04-11 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
اروزګان:بمي چاودني څلور محلي پوليس ووژل.
لودين
د اروزګان ولايت د چور ولسوالۍ په زرديګي سيمه کي د چاودني پر مهال شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
دا پېښه تېره وزځ ماپښين شاوخوا دري بجي په ياده سيمه کې رامنځته سوي ده.
د چوري ولسوالۍ امنيه قومندان عبدالقوي وايې چې شاوخوا دري بجي ماپښين په يوه بايفور موټر کي ملي او سيمه ايز پوليس د امنيتي پوستي پر لوري روان وه چي پري چاودنه وسوه.
د نوموړي په وينا چې په دي پېښه کې څلور تنه سيمه ايز پوليس وژل سوي او دوه تنه ملي پوليس ټپيان سوي دي.
د امنيه قومندان د معلوماتو پر اساس چې وروسته د ماين چاودني څخه نښته رامنځته سوي او د ماخستن تر شاوخوا اتو بجو پوري يې دوام کړى دى.
په رامنځته سوي نښته کي د مرګ ژوبلي خبر نه دى ورکول سوى.
د پيښي مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه نه دی اخستی .