لیکوال : انجینر الفت مومند
افغانستان د نړۍ یو له هغه هیوادونو نه اوس شمیرل کیږي چې د فساد انارژیزم او خپل سری کارونو کولو کې په نړۍ کې نوم لري.
چارواکې بیا لوړ پوړی او بیا تر دولت پوري نظام کې د نظم یوه سپرغۍ هم اوس نه لیدل کیږي یو څه چې لیدل کیږي هغه دا چې چا څومره دولت لوټ کړ او څوک د لوټ کولو دغه پروسه کې اوسه پوري غړيتوب لري،
نن د اریانا او طلوع تلویزیون نه خبرونه نشر شول ما ورته پدی هیله غوږ ونیو چې ښه خبر به واورم خو ما څه واوریدل هغه څه مې بیا واوریدل کوم چې هره ورځ زه یې د تلویزنونو د لاري اورم او پرته د زړه درده نور څه تري نشم ترلاسه کولې څه وکړم انسان یم د راتلونکې نه یم خبر که خبر وی نو کله چې ښه خبر راتو نو اوریدلې به مې خو له بده مرغه هره ورځ د انسان وژني پرته زموږ په تلویزنونو کې بل خبر نه خپریږي لکه نن چې خپور شول،
1. د اورزګان په ترینکوټ کې ۵ تنو مړي پیدا شول
2. رئیس مالې د وردګو ووژل شو
3. په هرات کې ۱۰۰ ماشومان مسموم شوي
4. ۱۱ کسان په یو عملیات کې ټپي شول
5. ۱۹ طلبان په یو عملیات کې ووژل شول
6. ۳۰ طلبان په یو عملیات کې د بدخشان ووژل شو
7. ۱۰ کسان د ملې اردو د بدخشان په نښته کې د طلبانو لخوا ووژل شول
پورته جمله کسان چې سره واخلې نو په ټوله کې نن تر غرمې پوري په افغانستان کې ۶۵ کسان وژل شوی دي او ۱۱ پکې ټپیان دي او ۱۰۰ کمکې ماشومان پرته د کوم لامله مسموم شوی دي دا خو تر غرمې پوري شوی پیښي دي تر ماښامه به ددي شمیر څومره ته ورسیږي ددي نه خو یو الله خبر دي خو زه دغه مشرانو ته حیران یم آیا دوي د انسان کلمه هیره کړي ده زما په اند خو دوي هیڅ انسان ته ارزښت ندي قایل ځکه تاسو وګوري دومره پیښي په هیواد کې هره ورځ رامنځ ته کیږي ددي پرځاي چې دوي د راتلونکې لپاره ددي پیښو په اړه فکرمند ووسي دو خپلو منځي لانجو کې بوخت دي هغه پښتو کې متل دي چې وایې ( ځمکه هغه سوزي چې اور پری بل وي) دوي ته یې څه چې وژل کیږي او که ژوندي پاتې کیږي دوي خو خپلو مزو او لانجو کې ورځ تیره کړي ولس غریب یې بیخې هیر کړي دي له بلې خوا نه د بشر حقوق سازمان هم پدي هکله ترنن پوري داسي هیڅ کوم راپور خپور نه کړ چې دغه مشرانو ته یوه یادونه وکړي چې ولس مو نور مخ په فقر او مرګ کې دي او تاسو یې هیڅ په اړه فکرمند نه یاست دا راونې پیښو مسول به څوک وي دولت، حکومت، یا دغه ویده ولس ماته خو اوس ددي خبري ځواب هیڅ ندي معلوم نه چې سبا موږ ګرم ونه ګرځو ددي حکومت له برکته،
پاې که همدا وایم چې ولس اوس نه د ع او نه د غ په تمه دي دوی اوس بیلابیلو لارو ته مخه کړي ده څوک د مهاجرت لاره غوره کړي نو چا د غلا کیسب غوره کړي چا د تریاکو سره ځان ملګري کړي نو چا د داعیش سره خپلې اړیکې ټینګې کړي دي نو که همداسي ددي حکومت پایله وي نو لري به نه وي چې دا هیواد به په نړۍ کې د مرګ ژوبلې پلازمینه وګرځي اوس هم کمه نده خو یوه سپرغۍ د هیلې شتون لري.
دا و د وحدت ملې حکومت ته د انجینر الفت مومند لخوا ورځيني راپور پرته د کوم مالې موخه ترلاسه کولو بشپړ وړیا ډول باندي خو پدي هیله باندي چې ددوي د سترګو منځ کې د اوښکې یوه سپرغۍ برسیره شی.