مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ښرني انګور اډې د سړک د پخیدو چاري به دیوې اونۍ په اوږدو کې پیل شي



خبریال: محمدالله همت یار


۲۳=۱=۱۳۹۳
که له یوې خوا د شرني انګور آډې د لويي لاري مسافر او موټروانان د دې لاري د نه پخیدو له امله سر ټکوي خو له بلې خوا د ټولګټو چارو وزیر مېلمه راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې اعلان وکړ چې د دې سړک عملي کار به په اوو ورځو کې پیل شي.
د ټولګټوو چارو سرپرست وزیر نورګل منګل نن د مېلمه راډیو د ولس هنداره په خپرونه کې د تیلیفون په کرښه په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د دې سړک ۵۲،۱ میلیون امریکايي ډالره بودیجه د اسیا د پراختیايي بانک له لوري نهايي، او له نیمه ترکې شرکت سره یې قرار داد هم شوی، خو د نوموړي په خبره د اسیا د پراختیایي بانک له لوري یو بل نظارتي شرکت سره قرار داد نه وه شوی، نو ځکه قرار دادي شرکت ته ویل شوي وه چې تر هغې پوري چې د نظارتي شرکت سره قرار داد نهايي کیږي باید د سړک کار شروع نشي.
سرپرست وزیر وايي چې نظارتي شرکت د ډونر لپاره ځکه مهم ده چې د سړک کیفیت په اړه وخت په وخت د اسیا پراختیایي بانک ته معلومات ورکوي.
منګل وویل چې د نظارتي شرکت قرار داد هم ترسره شوی او کارونه به یې په نږدې یوه اونۍ کې نهايي شي چې له هغې وروسته به په شانداره مراسمو سره د دې حیاتي پروژي کار د ولس او رسنیو په مخ کې شروع شي.
منګل د سړک د کیفیت په اړه ولسونو ته ډاډ ورکوي او وايي چې دابه د هغه ډول پروژو څخه نه وي کومي چې د بهرنیانو له لوري جوړیدې، ځکه د نوموړي په خبره د دې پروژي څخه به د فواید عامي وزارت سربیره د اسیا پراختیايي بانک نظارتي شرکت، او همدا شان د پکتیکا ولسونه هم نظارت کوي.
د ټولګټو چارو وزیر له پکتیکا وغوښتل چې د پروژي د امنیت په برخه ورسره څنګ په څنګ ودریږي او همدا شان کله چې د سړک د جوړیدو په وخت کې د چا پر ملکیت نقشه راځي نو د حوصلي څخه دي کار اخلي او هغه مقدار پیسې چې د ملکیت قیمت یې وي هم د دې وزارت له لوري ورته ورکول کیږي.
دیادولو وړ ده چې له شرني تر انګور اډې پوري پروت سړک شاوخوا سل کیلومتره اوږدوالی لري، چې پنځه ویشت کیلومتره له شرني تر سرحوضي او څه د پاسه پنځویشت کیلومتره له ارګون څخه د سروبي تر ربات پوري جوړ او د پاتي پنځوس کیلومتره سړک کارونه به په ۵۲،۱ میلیون امریکايي ډالرو سره  په راتلونکو دوو کلونو کې جوړ شي.
ددې سړک په جوړیدو سره به دپکتیکا ولایت له مرکز ښرني بیا دپاکستان تر پولي یوه سوداګریز لاره پرانیستل شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery