تیره شپه د ۳ بجو په شا و خوا کې د الینګار ولسوالۍ په لرې پرته سیمه کنده ګل کې مخالفو وسلوالو یو روغتیايي کلینیک ته چې څلور اطاقونه یې درلودل اور اچولی چې له امله یې د کلینیک په بشپړه توګه سوځیدلي.
د امنیتي چارواکو په خبره دغه کار په یاده سیمه کې د مخالفو وسلوالو د سیمه ییز قوماندان تراب د ډلې له خوا تر سره شوی دی.
د کنده ګل دغه کلینیک چې د ۷۰۰۰ څخه تر ۷۵۰۰ پورې نفوس يې د روغتیايي اسانتیاوو تر چتر لاندې و، هره ورځ په کې په منځنۍ توګه له ۴۰ تر ۵۰ پورې ناروغان تداوي او درملنه یې کیدله.