دخپریدو نیټه : 2015-04-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسي جرګه راتلونکې شنبې نوماند وزیرانو ته رایه ورکوي
احمد فیصل
پاتې نوماند وزيران نن او چهارشنبې ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کوي او ټاکل شوې چې راتلونکې شنبې دغه جرګه کانديد وزيرانو ته رايه ورکړي.دغه مطلب د ولسي جرګې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست په خبرپاڼه کې څرګند شوى دى.سرچينه د دې جرګې د رييسانو کمېټې د پرېکړې له مخې ليکلي، ټاکل شوې نن (دوشنبې) د سوداګرۍ او صنايعو نوماند وزير همايون رسا، د اوبو او برېښنا کانديد وزير علي احمد عثماني، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ نوماند وزير عبدالرزاق وحيدي، د کرنې او مالدارۍ نوماند وزير اسدالله ضمير او د اقتصاد نوماند وزير عبدالستار مراد خپل پلانونه جرګې ته تشريح کړي