دخپریدو نیټه : 2015-04-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مشرانو جرګه امنیتي چارواکي استجوابوي
احمد فیصل
د مشرانو جرګې د هېواد امنیتي وضعه د اندیښنې وړ وبلله او غوښتنه یې وکړه چې حکومت باید په دې برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي.د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وروستیو خونړیو حملو د مشرانو جرګې غړي اندېښمن کړي او وایي، د ورته حملو تکرار ورته د منلو نه دی.سناتورانو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې په دې اړه پراخ بحثونه وکړل او د ملي وحدت حکومت له مشرانو یې وغوښتل چې خپل منځي اختلافات پای ته ورسوي او د امنیت ټینګښت ته مټې را ونغاړي.د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار وایي امنیتي مسوولین باید ولس ته ډاډ ورکړي چې نور داسې پېښې نه کیږي.