دخپریدو نیټه : 2015-04-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ناړۍ او غازي اباد لاره خلاصه شوه
احمد فیصل
چارواکي وايي چې د کونړ د ناړۍ او غـــازي اباد ولــسواليو لويه لاره چې له څو ورځو راهيسې وسله والو د خلکو پر مخ تړلې وه، بېرته خلاصه شوې ده.د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سېدخېل وايي چې ياده لويه لار د ناړۍ او غازي اباد ولسوالۍ د ولايت له مرکز اسعد اباد سره نښلوي.هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو ياده لويه لار د اســــــمار ولسوالۍ د ډب بروړو په سيمه کې د ملکي خلکو پر مخ بنده کړې وه.د نوموړي په وينا، وسله والو د غره لويې تېږې په دې لاره کې غورځولې وې چې له امله يې د سيمې خلک له سختو ستونزو سره مخ وو.سيدخېل وويل چې له وړمې ورځې راهيسې د سيمې قومي مشرانو او ځوانانو د خپلو هلو ځلو په پايله کې ياده لاره د خلکو پر مخ بېرته پرانيستې ده.