دخپریدو نیټه : 2015-04-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
یوناما: په افغان جګړه کې بې ساري ملکي وګړي وژل کیږي
احمد فیصل
ملګري ملتونه وايي د افغانستان په روانو جګړو کې په بې ساري ډول ډېر ملکي وکړي وژل کېږي. د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما ویلي چې د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په عمومي ډول د ملکیانو تلفات په سلو کې ۲ زیات شوي دي، خو په ځمکنیو عملیاتو کې د ملکیانو تلفات په سلو کې ۸ ډېر شوي دي. یوناما وايي چې په مجموع کې د روان میلادي کال په لومړي فصل کې ۶۵۵ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۱۵۵ ژوبل شوي دي. د ملګروملتو د مرستندوی دفتر مشر نیکولاس هېسم د جګړې د فصل رارسېدو ته په پام، چې عموماً پکې مرګ ژوبلې زیاتېږي، په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي او د هغو د ساتنې لپاره هر ممکن اقدام وکړي.