دخپریدو نیټه : 2015-04-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مشرانو جرګه: د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون غیر قانوني دی
احمد فیصل
د مشرانو جرګې مشر وايي، د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون ناقانونه دى او که ټاکنې ونه شي ولسي جرګه به هم تر چنګاښ وروسته قانوني بڼه ونه لري.ولسمشر محمداشرف غني د روانې مياشتې په لومړى نېټه د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د جوړېدو په موخه يو فرمان صادر کړ او په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريه بارکزۍ يې د دغه کمېسيون مشره وټاکله.خو د حکومت اجرائيه رياست د ياد کمېسيون له مشرې او ځينو نورو غړو سره مخالفت ښودلى او ويلي يې دي چې ولسمشر با...