دخپریدو نیټه : 2015-04-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
هېلري کلنټن د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندیده شوه
احمد فیصل
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیر هېلري کلنټن په رسمي ډول د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندیده شوه. کلنټڼ پرون د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره وویل چې امریکایان هره ورځ یوه اتل ته اړتیا لري او دا ځل دا غواړي د امریکا د خلکو اتله وي. کلنټن ویلي دا به د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندیده وي.