دخپریدو نیټه : 2015-04-13 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
حامدکرزی : طالبان دي د ملي يووالي حکومت ته د سولې دپاره مثبت ځواب ووايې .
پخواني ولس مشر حامد کرزي پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ ، چې د ملي يووالي د حکومت سره د سولې خبري پيل کړي او د هيواد د پرمختګ دپاره نور له جګړې لاس واخلي .
نوموړی دا څرګندوني کندهار ته د خپل سفر پر مهال خبريالانو ته وکړې .
حامد کرزی نن کندهار ته راغلی دی چې د راتګ دپاره يې کلک امنتي تدابير نيول سوي دي ، نوموړي کندهار ته خپل سفر شخصي وباله .
د سولې په اړه د خبرو د پيليدو په برخه کې پخوانی ولس مشر حامد کرزی پرمختګ ته خوشبين دی او وايې ، چې که په دې برخه کې هڅي رښتيني وي د افغانانو دا ارمان ډير ژر پوره کيدلای سي ، هغه پر وسله والو طالبانو ږغ کوي چې د ملي يووالي د حکومت دې حياتي غوښتني ته مثبت ځواب ووايې .
حامد کرزي دا څرګندوني په کندهار کې د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړي ، نوموړی د واک تر پای ته رسيدو وروسته په لمړي ځل کندهار ته راغی او دلته يې د مخورو ، ځوانانو او قومي مشرانو ليدني کتني پيل کړې .
هغه وسله والو طالبانو ته بيا وړونه وويل او ږغ يې پر وکړ چې د جګړې په پای ته رسيدو سره نور د سولې لاره خپله کړي .
حامد کرزي د سولې په برخه کې د ملي يووالي د حکومت وروستۍ هڅي وستايلي او د هيلو يې ډکي وبللې ، ښاغلې کرزي په دې برخه کې د خپل لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ وړاندي کړ .
پخواني ولس مشر وويل ، چې د خپلي رسمي دورې پر مهال يې زيات کوښښونه وکړل چې د پاکستان هيواد د يو شمير ادارو له لوري په افغانستان کې ترهګري هڅي پای ته ورسيږي ، په وينا يې د دې غوښتنو د نه منلو سره دا اور خپله په پاکستان کې هم بل سو .
په وينا يې ، که د افغانستان د سولې دپاره پاکستان صادقانه کار کړی وای نن به خپله پاکستان ، افغانستان او سيمه ارامه وای .
حامد کرزي سوله د افغانستان حياتي اړتيا وبلل او په را وستلو سره يې سيمي او نړۍ ته د ارامتيا يادونه وکړل .
نوموړي د ملي يووالي د حکومت دپاره کابيني ته نوماند کسان وړ کسان وبلل او له خلکو يې وغوښتل ، چې د کابيني د ځنډ دپاره د حوصلې څخه کار واخلي او زياته يې کړه ، باوري دی چې د نوي حکومت کابينه به مسلکي وي .
پخواني ولس مشر د کندهار پوهنتون د لمړي مقام چې د کيفيت د تضمين په برخه کې يې تر لاسه کړی خوښي وښودل او زياته يې کړل چې دا ډول نښي په دې ولايت کې د تعليمي برخي د پياوړتيا زيری ورکوي .
نوموړي د کندهار امنتي اوضاع ډاډمنه وبلل او زياته يې کړل ، چې دلته تر سره سوي کارونه هم د قدر وړ دي .
د پخواني ولس مشر حامد کرزي د راتګ دپاره په کندهار کې کلک امنتي تدابير نيول سوي دي ، هغه ته نژدې سرچيني وايې چې نوموړی به د درو نورو ورځو دپاره هم په کندهار کې وي او دلته به د ځوانانو ، سپين ږيرو ، قومي مخورو او سوداګرو سره ليدني کتني ولري .