مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حامد کرزي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د سولې په پروسه کې برخه واخلي

احمد فیصل
د هېواد مخکني ولسمشر حامد کرزي د سولې په برخه کې د حکومت د روانو هڅو ستاينه کړې او له طالبانو يې غوښتي چې د سولې په پروسه کې ونډه واخلي. نوموړي، دغه څرګندونې کندهار ولايت ته د خپل سفر پر مهال کړې دي. هغه زياته کړې، د کندهار له ځوانانو او سپين ږيرو سره يې لیدلي او په دې ډېر خوښ دى چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى او پوهنې وده کړې ده. نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کې له خلکو غوښتنه کړې چې د ملي وحدت حکومت ملاتړ وکړي او تر هغه مهاله زغم وکړي چې کابينه بشپړه شي او په خپل کار پيل وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery