دخپریدو نیټه : 2015-04-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
شنونکي: افغانستان په تدریجي ډول په دویم وزیرستان بدلېدونکی دی
احمد فیصل
یو شمېر کتونکي وايي، چې د بدخشان وروستۍ جګړې او په هغې کې د بهرنیو ترهګرو رول ته په کتو افغانستان په تدریجي ډول د لوېدیځو کړیو له لوري پر دویم وزیرستان بدلېدونکی دی. هغوی زیاتوي چې د افغان حکومت له لوري له ناټو او امریکا سره په لاسلیک شویو امنیتي تړونونو کې هم داسې شرایط اېښودل شوي چې د دغه کار مخنیوی نه شي کولی. له تېرو څو ورځو راهیسې په بدخشان کې سلګونه وسله وال چې ویل کېږي ډېری په کې بهرنیان دي، د ملي اردو پر پوستو یې بریدونه پیل کړي او لسګونو امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د شنونکو په باور، په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه اوس هم پر هغو سیمو بمبارۍ کوي چې اړتیا یې نه وي؛ خو چېرې چې اړتیا وي بیا د افغان امنیتي ځواکونو مرسته نه کوي. سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وايي، داسې هڅې پیل شوې چې د افغانستان یو شمېر سیمې پر دویم وزیرستان بدلې شي چې د بدخشان وروستۍ جګړه او په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د بهرنیو ترهګرو تر سترګو کېدل یې غوره بېلګې دي.