دخپریدو نیټه : 2015-04-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملي امنیت په کابل کې د تښتوونکو د یوې ډلې مشر نیولی
احمد فیصل
د ملي امنیت منسوبینو په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې مشر نیولی دی. له دغه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوی کس ګران آقا نومیږي او د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. سرچینه زیاتوي، ګران آقا هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د کابل ښار له لسمې ناحیې یو تن ملي سوداګر وتښتوي. د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، له ګران آقا سره یې یو میل تومانچه، ولچک او کمپیوټر هم نیولي دي. سرچینه زیاتوي نیول شوي کس د ټولګټو وزارت د مرستیال احمد شاه وحید او یو تن ملي سوداګر په تښتوونه او یو شمېر نورو جرمونو کې لاس درلود.