دخپریدو نیټه : 2015-04-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو په کابل ښار کې دوه ملکي وګړي وژلي
احمد فیصل
نا مالومو وسله والو په کابل ښار کې دوه ملکي وګړي پر ډزو وژلي دي. د پېښې عیني شاهدان وايي، نن سهار شا وخوا ۹ بجې د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند عمر فاروق جومات ته څېرمه نا پېژانه وسله وال له هایلکس موټر راښکته او په کرولا موټر کې په ناسو دوو تنو یې ډزې وکړې. د دوی په وینا لومړی له یوه هایلکس موټر څخه وسله وال راښکته او په کرولا موټر کې یې پر ناستو دوو کسانو ډزې وکړې چې له امله یې دواړه و وژل شول. د پېښې لامل تر دې دمه نه دی روښانه خو پولیس وايي، چې په دې اړه یې څېړنې پېل کړي دي.