مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

روسیه: امریکا په افغانستان کې د داعش په اړه له موږسره معلومات نه شریکوي

احمد فیصل
روسیه وايي چې د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د غځېدو په اړه له دوی سره معلومات نه شریکوي. د سپوتنیک د راپور له مخې د روسیې مرستیال دفاع وزیر اناتولي انتونوف ریا نووستي خبري اژانس ته وویل، داعش چې هڅه کوي د خپل فعالیت او نفوذ ساحه پراخه کړي ممکن د افغانستان حالات اغېزمن کړي. خو د پینتاګون ویندوی ریانووستي خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د آی ایس یا داعش فعالیت لا د پام وړ نه دی. دغه ویندوی په عین حال کې ومنله چې چې د طالبانو ځیني غړي داعش ته اوړي. ده همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه په ځیر حالات څاري چې ایا داعش په افغانستان کې پر حالاتو د پام وړ اغېز لري او که نه، خو تر دې دمه پینتاګون د داعش له لوري یو نیم ځای د کسانو د جلب و جذب محدود فعالیت ویني.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery