دخپریدو نیټه : 2015-04-15 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
اسماعیل خان: د ملي وحدت په حکومت کې بې اتفاقي د دښمنانو روحیه لوړوي
احمد فیصل
پخواني قوماندان اسماعیل خان اسوشیتید پرس آژانس ته ویلي په حکومت کې د درز او بې اتفاقۍ په وجه د اسلامي دولت د ډلې پلویان په ډېرېدو دي او واشنگټن پوست لیکي چې بهرنيو جنگیاليو افغانستان ته مخه کړې چې له طالبانو سره مرسته وکړي. اسماعیل خان ویلي "هغه تفاوتونه چې د ملي یووالي په حکومت کې شته د دښمنانو د روحیې د غښتلي کیدو سره مرسته کوي، د داعش او طالبانو روحیه لوړوي".