دخپریدو نیټه : 2015-04-16 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
وسله والو يو محلي پوليس وواژه .
لودين
ناپيژاندو وسله والو نن سهار د زابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کې يو تن سيمه ايز پوليس وواژه .
پيښه سهار لس بجې د دې ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته سوه .
د شاه جوۍ ولسوال عبدالخالق ايوبي د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چې وژل سوي پوليس د دې ولسوالۍ د چينو په کلي کي دنده درلودل .
د ولسوال په حواله ، چې بريدکوونکي په تيښته بريالي سوي دي خو پوليسو يې په اړه پلټني پيل کړي دي .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .