مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-16   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په ارغنداب ولسوالۍ کې د څلورو تنو د وژلو خبر ورکړل سو .

لودين
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوو پيښو پر مهال څلور تنه ووژل سول . لمړۍ پيښه تيره ورځ مازيګر د دې ولسوالۍ مرکز ته نژدې پر زرنج موټرسيکل چاودنه سوې ده ، چې پر مهال يې په زرنج موټرسيکل کې دوه ناست کسان دواړه وژل سوي دي . دوهمه پيښه تيره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ د ناګهان په کلي کې دريو تنو لمړی لفظي شخړه کړې ده چې وروسته په فزيکي شخړه اوښتې ده چې پر مهال يې د يوې کورنۍ دوه غړي چې زوی او پلار دي وژل سوي او قاتل کس د امنتي ځواکونو له لوري نيول سوی دی . د دواړو پيښو پخلی د کندهار د سرپرست والي وياند صميم خپلواک کوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery