سرچيني وايې چې د هغه د ناکامۍ دپاره زياتي هڅي وسوې خو پر هغه سربيره بيا هم هغه بريالی سو او د ولسي جرګې د وکيلانو رايي يې واخستل .
ولسي جرګې د اطلاعاتو او کلتور وزارت دپاره نوماند عبدالباري جهاني ته باور رايه ورکړل او هغه يې د دې وزارت دپاره د وزير په توګه وټاکی .
جهاني د هيواد لوی شاعر او په نړيواله سطحه پيژندل سوی شخصيت دی .
نوموړی نن ولسي جرګې ته د باور رايي د ورکولو دپاره ورغلی وو چې د ۱۲۰ رايو په اخستلو سره بريالی او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت وزير سو .
سرچيني وايې چې د هغه د ناکامۍ دپاره زياتي هڅي وسوې خو پر هغه سربيره بيا هم هغه بريالی سو او د ولسي جرګې د وکيلانو رايي يې واخستل .