مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-20   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د هوا په ګرميدو سره پر لويو لارو د ناامنيو انديښني پيدا سوي دي .

benawa afghanistan
احمد لودين : کندهار
د دې وزارت يو پلاوی نن کندهار ته راغلی وو او دلته يې خبريالانو ته وويل ، چې د لويو لارو د ساتني ارزونه يې کړې ده او غواړي ، چې امنيت يې خوندي کړي .
د کورنيو چارو وزارت د عامه ساتنې د پوليسو يو مقام وايي ، چې د لمړۍ درجې لويې لاري پر سر امنيتي ګواښونه سته او غواړي چي له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه دغه ګواښونه له منځه يوسي . د دې وزارت يو پلاوی نن کندهار ته راغلی وو او دلته يې خبريالانو ته وويل ، چې د لويو لارو د ساتني ارزونه يې کړې ده او غواړي ، چې امنيت يې خوندي کړي . د کورنيو چارو د وزارت د عامه ساتنې د اکمالاتي کاروانونو ريس سمونوال محيب الله وليزاده خبريالانو ته وويل ، چې د ډيري مودې راهيسي لويي لاري خوندي پاته سوې ده ، خو د هوا په ګرميدو سره انديښنه لري ، چې يو ځل به بيا پر دې لاره امنتي ګواښونه پيدا سي . دي وايي چي د زابل او هلمند ولايتونو ځيني برخي او د ميدان وردګ او غزني ولايتونو ډيري برخي له امنيتي پلوه له ګواښونو ډکي سيمي دي . د نوموړي په خبره ، چې په کندهار کې يې يو کنډک سرتيري ځاي پر ځاي کړي دي ، چي د هلمند ، کندهار او زابل ترمنځ د څه باندي ۴ سوه کيلوميتره په واټن کې د اکمالاتي کاروانونو د ساتني مسئوليت په غاړه لري په کندهار کي د عامه ساتنې د پوليسو قوماندان سمونوال عبدالباري باقي زوي هم خبريالانو ته وويل ، چې دوی په تيرو ۲ مياشتو کې له دووه زره څخه زيات باربري وسايط په ۲۲ کاروانونو کې له يوه ځايه څخه بلي سيمي ته انتقال کړي دي . د نوموړي په وينا سره له دې ، چې تر اوسه پوري د دوی هيڅ وسايط ندی زيانمن سوی، خو د را تلونکو ګواښونو د لمنځه تللو لپاره يې د درنو وسلو غوښتنه کړې ده . تر دې مخکې د زابل د ولايتي شورا ريس هم په خپل ولايت کې د کابل – کندهار د لويې لاري پر سر د امنيتي ګواښونو د ډيريدو څخه خپله اندېښنه ښودلې وه . دوې مياشتي مخکي پر دې لاره ۳۱ هزاره ګان هم وتښتول سول چې تر اوسه يې برخليک ناڅرګند دی . ياده لار د يوې مهمي اقتصادي لاري په توګه د ځانګړي ارزښت لرونکې ګڼل کيږي ، خو د عامو خلګو د تګ راتګ او تجارتي مالونو د انتقال لپاره يې نن سبا امنيت ساتل تر ټولو مهمه اړتيا ده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery