مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-04-21   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د عبدالقديم پتيال د فرهنګي ژوند يو ورځنی سمينار جوړ سو .

benawa afghanistan
لودين
په دي سيمينار کي د هېواد د کابل او يو شمير نورو ولايتونو تر څنګ د ډورنډ د کرښي د ها غاړي ليکوالانو او شاعرانو هم ګډون کړى وو .
په کندهار کې د پښتو ژبي د ځوان شاعر او ليکوال شهيد عبدالقديم پتيال د فرهنګي ژوند او علمي اثارو په مناسبت يو ورځنى علمي او څيړنيز سيمينار جوړ سو. په دي سيمينار کي د هېواد د کابل او يو شمير نورو ولايتونو تر څنګ د ډورنډ د کرښي د ها غاړي ليکوالانو او شاعرانو هم ګډون کړى وو . عبدالقديم پتيال چې د پښتو ژبي ځوان شاعر او ليکوال وو ، د کندهار د ولايت مقام مرستيال هم وو ، هغه څه موده مخکي په کندهار پوهنتون کې په خپله ټولګي کې وسله والو د تومانچې په ډزو وواژه . د نوموړي د فرهنګي ژوند او علمي اثارو د څيړني په اړه نن سه شنبه په کندهار کې يو ورځنی سمينار حوړ سو . ددي سيمينار پر مهال د کندهار سرپرست والي پوهاند توريالي ويسا عبدالقديم پتيال نه يوازي د ادب په برخه کې ځلانده ستورى ياد کړ ، بلکه هغه يې يې ښه سياسي ځوان هم وباله د پښتو ژبي ليکوالانو او شاعرانو استاد عبدالرازق پالوال، لال پاچا ازمون، د کندهار پوهنتون ريس حضرت مير توتاخېل او د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون مشر زرين انځور ، پتيال هغه کس وباله چې د څيړني او تحقيق په برخه کې يې د پام وړ استعداد لاره. هغوى د عبدالقديم پتيال سره د خاطرو ترڅنګ د ځوان علمي قشر د راپورته کيدو او په برخه کي د پوره پاملرني په اړه خبري وکړي. په دي سيمينار کي د ځوانو کدرونو په را مخ ته کيدو او په پښتو ادب او افغاني سياست کې د نويو ګډونوالو د روزني پر برخه زيات ټينګار وسو . عبدالقديم پتيال په خپلو هڅو د هيواد د لويو ليکوالانو ۷۰ ډول ډول او څلور خپل اثار چاپ کړي دي . سمينار ته افغان ولس مشر هم پيغام راليږلی وو او د عبدالقديم پتيال په اړه يې څرګندوني کړي وې .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery