دخپریدو نیټه : 2015-04-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملي امنیت شورا له لویې څارنوالۍ غوښتي چې له حسام الدین همراه څخه پلټنې وکړي
احمد فیصل
د افغانستان ملي امنیت شورا د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو و زارت او لویې څارنوالۍ ته په استولي مکتوب کې ویلي چې د دغه وزارت له یو معین حسام الدین همراه څخه پلټنې وکړي. د ملي امنیت شورا په مکتوب کې ویل شوي چې حسام الدین همرا د اداري اصولو خلاف او د وزارت د سرپرست له اجازې پرته دوه میاشتې د متقاعدینو د تنخوا مخه نیولې. د ملي امنیت شورا په مکتوب کې دا هم راغلي چې همراه په خپل سر او د وزارت د سرپرست له اجازې پرته د خپلو ساتونکو په لاس د متقاعدینو اړوند کتابونه ټول کړي او د تقاعد خزانې ریاست په یوه دفتر کې یې مهرولاک کړي دي، چې لامله یې ملکي او نظامي متقاعدین له ستونزو سره مخ شوي دي. د دغه مکتوب له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د معین حسام الدین همراه له دې خپلسرۍ څخه له خبرېدو وروسته له ملي امنیت شورا غوښتنه وکړه چې اړوند وزارت ته د مکتوب په استولو سره باصلاحیته پلاوی له حسام الدین همراه پلټنې وکړي.