دخپریدو نیټه : 2015-04-27 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
د کندهار د عامي روغتيا رييس په غلچکي بريد کې ټپي سو .
لودين
ناپيژاندو وسله والو په کندهار ښار کې د دې ولايت د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا په ډزو ټپي کړ .
پيښه نن ماخستن شاوخوا اته بجې د کندهار ښار د ده خواجې په سيمه کې هغه وخت رامنځ ته سول چې نوموړی خپل کور ته په موټر کې په لاره وه .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې نوموړي په مرمۍ نه دی لګيدلی او جوړ دی خو باوري امنتي سرچينه وايې چې نوموړي په اوږه او لاس کې لګيدلی دی او ټپي دی .
د کندهار د ميرويس روغتون يوه باوري سرچينه هم د هغه د ټپي کيدو خبره کوي او وايې چې تر جدي تداوي لاندي دی .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .