دخپریدو نیټه : 2015-04-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په عربستان کې د داعش ډلې سره د تړاو په تور ۹۳ تنه نیول شوي
احمد فیصل
د عربستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له داعش ډلې سره د تړاو په شک ۹۳ کسان نیولي او ګڼ پلان شوي بریدونه یې شنډ کړي دي. د دغه هېواد رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه کسان د دسمبر میاشتې راهیسې نیول شوي او په مشکوکو کسانو کې ۷۷ سعودي تبعه شامل دي. دغه اژانس زیاته کړې داعش د القاسم په یوه لرې پرته سیمه کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي وو او د ځانمرګو بریدونو پلان یې درلود. ویل کېږي د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د امریکا سفارت د دوی یو له هدفونو و.