دخپریدو نیټه : 2015-04-30 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
کندهار ښار: په غلچکي بريد کې د ملي امنيت يو کارمند ووژل سو .
لودين
ناپيژاندو وسله والو په کندهار ښار کې د دې ولايت د ملي امنيت يو کارمند په ډزو سره سخت ټپي کړ او وروسته يې په روغتون کې سا ورکړل .
پر هغه بريد نن سهار اته نيمي بحې د کندهار ښار د اولي ا او دوهمي امنتي حوزو تر منځ د هرات دروازې په سيمه کې وسو .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې نوموړی لمړی ټپي وو او دا چې ټپونه يې سخت وه په روغتون کې سا ورکړل .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .
وړمه ورځ د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم په ورته بريد کې ټپي سو .