د کندهار امنتي مسوولينو د دې بريدونو د مخنيوي په لمړي اقدام په کندهار ښار کې پر يوه موټرسيکل د دوو سپرليو او په ټول ولايت کې د تورو ښيښو د موټرونو پر تګ راتګ بنديز ولګوی .
وروسته له هغه ، چې په کندهار کې غلچکي بريدونه ډير سوي دي امنتي مسوولين خبر ورکوي ، چې د دې پيښو د مخنيوي دپاره جدي پلانونه لري ، په وينا يې چې لمړی اقدام يې پر يوه موټرسيکل د دوو تنو د سپرليو مخنيوی او د هر ډول موټرونو د تورو ښيښو منعه کول دي .
دوې ورځي مخکي په کندهار ښار کې د عامي روغتيا رييس په غلچکي بريد کې ټپي سو او نن بيا نورو وسله والو د ښار په زړه کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ملي امنيت يو کارکوونکی وواژه
د کندهار امنتي مسوولينو د دې بريدونو د مخنيوي په لمړي اقدام په کندهار ښار کې پر يوه موټرسيکل د دوو سپرليو او په ټول ولايت کې د تورو ښيښو د موټرونو پر تګ راتګ بنديز ولګوی .
د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي د پنجشنبې په ورځ يوې خبري ناستي ته وويل ، چې دا کار د خلکو د ژوند ژغورولو دپاره کوي .
بلخوا د امنيت امر خبر ورکوي چې په يو شمير ولسواليو کې يې د دولت د وسله والو مخالفينو په وړاندي عمليات هم پيل کړي دي ، چې پر مهال يې تر لسو زيات کسان وژل سوي ، نيول سوي او ټپي سوي دي .
په کندهار کې تر ډيره په غلچکي بريدونو کې دولتي کسان په نښه کيږي ، دا ډول پيښي د پخوا په پرتله ډيري سوي دي چې ځيني يې دولت مني او ځيني نوري يې ردوي .
پر يوه موټرسيکل د دوو سپرليو او د تورو ښيښو پر موټرونو پخوا هم بنديز لګيدلی وو ، خو بيا هم پوليسو زيات وختونه خلکو ته ږغ نه کوی ، خو دا ځل امنتي چارواکي جدي ښکاري .