مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سیاف: حکومت دې چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر ملي قضيو ملنډې ووهي

احمد فیصل
پخواني جهادي قوماندان عبدرب الرسول سياف د قطر ناستې په اړه په غبرګون کې له حکومته غوښتنه وکړه، څو هېچا ته هم د دې اجازه ورنه کړي چې د خپل سرو ناستو د جوړولو له لارې د افغانستان پر ملي قضيو ملنډې ووهي. سیاف ویلي، چې هېڅ بې واکه فرد، ډله او لورى نه شي کولى چې په هر ډول ناستو او غونډو کې چې په هر هېواد کې وي، د افغانستان د مظلوم او مجاهد ملت استازولي وکړي. د استاد سياف په خبره، د دې ډول خبرو د مخته وړلو صلاحيت يواځې هغه پلاوى کولى شي چې د دولت له خوا د خلکو د استازو او د ترهګرۍ پر ضد د ولاړو ټولو سياسي اړخونو په هوکړه ګومارل شوى وي. سياف له دولت نه غوښتنه وکړه چې هېچا ته دې اجازه نه ورکوي چې په دې ډول ستر ملي قضيو کې پر خپل سر تصرف وکړي، د عامه اذهانو د ګډوډۍ سبب وګرځي او يا هم قضيه پېچلي کړي. د دې تر څنګ دې هېڅ کوم هېواد ته هم اجازه نه ورکوي د خپلسرو ناستو جوړولو له لارې د افغانستان پر ملي قضيو ملنډې ووهي. خو د ولسمشر وياند اجمل عبيد عابدي وايي چې تر(افغان ډيالوګ) لاندې کنفرانس ته بلل شوي کسان په شخصي توګه بلل شوي او د افغان حکومت استازولي نه کوي. هغه څرګنده کړه چې له وسله والو مخالفينو سره د افغان حکومت د خبرو بنسټ دادى چې پيل پرمهال يې بايد خلک هم خبر شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery