دخپریدو نیټه : 2015-05-05 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
طالبانو فراه کې له تښتول شویو دریوتنو څخه دوه یې وژلي دي
سید سلام
د فراه امنيه قوماندان وايي، وسله والو طالبانو له هغو درېيو تنو څخه دوه تنه وژلي، چې تېره ورځ يې له موټر څخه ښکته کړي او نيولي وو.د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال فضل محمد صمديار،وويل طالبانو تېره ورځ د فراه د مرکز اړوند د سور شوراب په سيمه کې د فراه -فراه رود پر لويې لارې د سپرلۍ له ۳۰۳ موټر څخه درې تنه مُلکي کسان تښتولي وو.هغه وايي چې وسله والو طالبانو له يادو کسانو څخه دوه تنه وژلي او درېيم يې له طالبانو څخه تښتېدلى دى.دى وايي چې له وژل شويو کسانو څخه يو يې بسم الله نوميږي او د فراه د کليو پراختيا رياست کارکوونکى و او بل يې عبدالغفار نوميږي او عام وګړى و.