مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-05   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د مدیرترانې په سمندر کې لسګونه کسان په اوبو کې مړه شوي

احمد فیصل
د (سیف د چلډرن) په نامه مرستندویه اداره وايي لسګونه کډوال هغه مهال ووژل شول چې یوه کښتۍ چې ۱۳۷ کسان په کې سپاره وو د مدیترانې په سمندرګي کې ډوبه شوه. دغه مرستندویه ادارې د ژوندي پاتې شویو کډوالو له خولې ویلي، داسې مهال چې یوه ژغورونکې بېړۍ پر لاره وه، شاوخوا ۴۰ کسان سمندرګي ته وغورځېدل. ژغورل شوي کسان د سې شنبې پر ورځ د ایټالیې کتانیا ښار ته ورسېدل. سږ کال لږترلږه ۱۷۵۰ کسان د مدیترانې سمندرګي نه د پورې وتو په هڅه کې وژل شوي، چې دا د ۲۰۱۴ کال تر همدې مودې د مړو شویو کسانو ۲۰ چنده دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery