دخپریدو نیټه : 2015-05-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو په کابل کې دوه ملکیان ټپیان کړي
احمد فیصل
د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني په دویم سړک کې وسله والو دوه ملکي وګړي ټپيان کړي دي. عیني شاهدان وايي د منډيي دوه هټیوال چې غوښتل یې د کار پر لور ولاړ شي، موټر یې د وسله والو تر برید لاندې راغی. ویل کېږي چې ټپي شوي کسان د کابل ښار ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.