د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په سرحدي سیمه لواړه کې د مداخیلو او پیپلیو د قومونو تر منځ تیره ورځ د ځمکې پرسر شخړه رامنځ ته شوې ده او پنځه لسو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې
د پکتیکا ولایت د والي ویاند نبي الله پیرخیل وايي چې د نوموړو دواړو قومونو تر منځ د ځمکې پرسر شخړه له تیرو څوارلسو میاشتوڅخه روانه وه او تیره ورځ پکې د وسلوالې نښتې په پایله کې د ددواړو قومونو څخه ۱۵ تنه وژل شوي دي.
د پیرخیل په قول چې دواړه قومونه د پاکستان او افغانستان پر پوله یوه او بله خوا پراته دي .
نوموړی وایي چې د مداخیلو قوم د پولي هغه خوا په پاکستان خاوره کې اود پیپالي قوم د پولي دیخوا د افغانستان په خاوره کې میشت دی، د ی زیاتوي چې په دې وسلواله نښته کې د مداخیلو د قوم څخه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د پیپلیو د قوم څخه یو تن وژل شوی دی
د معلوماتو له مخې د پیپلیو د قوم له لورې د مداخیلو قوم پرشا تنبول شوی دی او ځمکه پیپلیو قوم تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.
ځمکې او طبعي ځنګلات په پکتیکا کې هغه څه دي چې د پکتیکا میشتو قومونو ورباندې ډیری ځل شخړې او لانجې شوي چې حتی تر مرګ ژوبلې هم رسيدلي دي.