دخپریدو نیټه : 2015-05-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
القاعدې ډلې تایید کړې چې یو مخکښ مشر یې تېره میاشت وژل شوی
احمد فیصل
په عربي ټاپو وزمه کې القاعده ډلې ویلي، چې د دغې ډلې یو مخکښ مشر ناصر بن علی الانسي تېره میاشت د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی. یوه امریکايي ویب پاڼه، چې د القاعده ډلې فعالیتونه څاري په خپل رپوټ کې لیکي، چې د القاعده سازمان یوې ډلې په عربي ټاپووزمه کې د اعلامیې په خپرولو سره د یمن د حضر موت ولایت په مرکز المکلا ښار کې د الانسي وژل تاييد کړي دي. الانسی څو ځلې د القاعده سازمان په ویدیو ګانو کې څرګند شوی، چې بېلا بېلو مسایلو په اړه به ی څرګندونې کولې. څو میاشتې مخکې د القاعده سازمان دغه مشر په یوه ویدیوي پیغام کې د تېرې جنورۍ میاشت په پاریس کې د طنزي مجلې چارلي ابدو پر دفتر د دو وسله وال برید پړه په غاړه واخیسته.