دخپریدو نیټه : 2015-05-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
بلوڅ: هغه افغانان چې قانوني اسناد لري د ډسمبر تر ۳۱ نېټې پورې په پاکستان کې پاتې کېدای شي
احمد فیصل
د پاکستان د سرحدونو وزیر وايي په دغه هېواد کې مېشت قانوني افغان کډوال د روان کال د ډسمبر تر ۳۱ نېټې پاتې کېدای شي. عبدالقادر بلوڅ د پاکستان سنا ته ویلي هغه افغان کډوال چې راجستر شوي او قانوني اسناد لري تر دې نېټې په پاکستان کې پاتې کېدای شي. بلوڅ دغه راز ویلي چې د پاکستان له افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ سره په ګډه هڅه کوي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ګړندی کړي. ده ویلي چې د همدې هڅو په لړ کې د افغانستان حکومت په اسلام اباد کې د پاسپورټ یوه اداره جوړه کړې ده. بلوڅ ویلي چې د بېرته ستنېدو لپاره د افغان کډوالو د هڅونې په موخه هغوی ته د ورکول کېدونکو پیسو کچه هم له یو نیمو سلو ډالرو دوو سوو ډالرو ته لوړه شوې ده.