مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: امریکا د افغان پوځ د تجهیز پر ځای د ترهګرۍ ملاتړي پياوړي کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
یو شمېر پوځي کتونکي او حقوقپوهان وايي، په داسې حال کې چې افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړی او له دې مخې یاد هېواد مکلف دی له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان پوځ مادي او معنوي ملاتړ وکړي خو برعکس عمل کوي او د ترهګرۍ ملاتړي ځواکمنوي. شنونکي دغه څرګندونې تر هغه ورسته کوي چې وړمه ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو ۱۴ جنګي چورلکې، ۵۹ روزونکې جټ الوتکې او ۳۷۴ زغروال ګاډي پاکستان ته ورکړي دي. حقوقي کارپوه نعیم لټون وايي، له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې باید امریکا د افغان پوځ مادي او معنوي ملاتړ وکړي چې په مادي ملاتړ کې د امنیتي ځواکونو تجهیز او په معنوي ملاتړ کې د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې غبرګون ښودل شامل دي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، له حقوقي پلوه باید په افغان جګړه کې کارېدلي امریکايي وسایل افغان پوځ ته ورکړل شي او دا د امنیتي تړون له مخې د امریکا مکلفیت هم دی. دی وايي، په لاسلیک شوي امنیتي تړون کې که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کره تعریف نه دی روښانه شوی؛ خو هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، باید د افغانستان په جګړه کې کارېدلې وسلې ورنه کړل شي؛ ځکه افغانستان لا هم له ترهګرۍ سره پر جګړه بوخت هېواد دی. دی وايي که امریکا له پاکستان سره په داسې حال کې د وسلو او تجهیزاتو مرسته کړې وای چې افغانستان نه ترې زیانمن کېدای نو د وسلو ورکړه توجیه کېدای شوای؛ خو اوس په هېڅ صورت پاکستان ته د وسلو ورکول نه شي توجیه کېدای. د لټون پر باور، پاکستان ته په افغان جګړه کې د کارېدلو امریکايي وسایلو ورکول په ډاګه کوي چې دا د سیمې په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې له مبارزې سره پوځي مرسته نه، بلکې سیاسي اقدام دی چې د چین او هند د ویرولو لپاره هم ترې کار اخلي. د دغو وسلو تر ورکړې وروسته هند هم اندېښنه څرګنده کړې چې پاکستان د امریکا له لوري ورکړل شوې وسلې د ترهګرو پر ضد نه، بلکې د هند پر وړاندې کاروي. پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي چې امریکا پیاوړی افغان پوځ نه غواړي نو له همدې امله یې تجهیز ته هم زړه نه ښه کوي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د دې تر څنګ امریکا پر افغان پوځ ډېره باوري هم نه ده نو ځکه هغه جنګي وسایل نه ورکوي چې دوی یې په خپله کاروي. د ده په باور، په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونو له بهرنیانو ورپاتې یو خطرناک ماموریت ته یوازې اوږه ورکړې، اړتیا ده چې پرمختللې وسلې او تجهیزات ولري؛ خو امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو تر اوسه دغه کار ته زړه نه دی ښه کړی. په دې وروستیو کې له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي تړون پر وړاندې غبرګونونه تر ډېره منفي شوي او نا امني هم د هېواد په کچه زیاته شوې ده. تېره اونۍ د هېواد پارلمان هم له امریکا سره پر لاسلیک شوي امنیتي تړون له سره کتنه وغوښته.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery