مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نور: که په شمال کې حالات همداسې روان وي نو ولسي خوځښتونه به رامنځ ته کړو

احمد فیصل
د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور مرکزي حکومت د شمال امنيت ته په نه پاملرنې تورن او ګواښ يې وکړ چې که حالات همداسې روان وي نو دى به په شمال کې ولسي خوځښتونه رامنځته کړي. نور له امريکا سره پر شوي امنيتي تړون ( بي اېس اې) نيوکه کړې او ويلي یې دي چې دغه تړون افغانستان ته هېـڅ ګټه نه ده کړې. نور په ډاګه کړه چې د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس په ډېر سخت حالت کې دي او اوس هم ډېر تجهيز ته اړتيا لري. عطاء محمد نور ګواښ وکړ، چې که په شمال کې نا امنۍ همدا ډول روانې وي، نو اړ دى چې په شمال کې د امنيت ټينګ لپاره ولسي خوځښتونه رامنځته کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery