دخپریدو نیټه : 2015-05-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په یمن کې د ملګرو ملتونو استازي د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده
احمد فیصل
په یمن کې د ملګرو ملتونو استازي د دغه هېواد پر شمال د سعودي عربستان هوايي بریدونه غندلي دي. یوهانس وو درکلاوو د بېړنیو مرستو د غوښتنې ترڅنګ د سعودي بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف بللي دي. ده ویلي چې د سعودي په مشرۍ د عرب اېتلاف الوتکې د بریدونو پر مهال د استوګنې د سیمو او پوځ مراکز تفکیک نه کوي. ده د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.