مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د پکتیکا والي له دندې ګوښه شوی

احمد فیصل
د پکتیکا والي عبدالکریم متین د ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې له دندې ګوښه شوی دی. نوموړي څو ورځې مخکې په يوه مرکه کې ادعا کړې وه، چې د افغانستان د ملي امنيت شورا له خوا په پکتيکا ولايت کې د داعش وسله والو پر کورنيو پيسې وېشل شوې دي. خو د ملي امنيت شورا يادې څرګندونې رد او زياته کړې يې ده چې په تېر حکومت کې دغه ولايت ته راغليو وزيرستاني کډوالو سره د دوه نيم سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې شوې دي.د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي د افغانستان د ملي امنيت شورا د پکتيکا د والي تر څرګندونو وروسته د کورنيو چارو د وزير په مشرۍ يو کمېسيون ته دنده وسپارله، چې دا موضوع وڅېړي. سرچینه وايي ياد کمېسيون د خپلو څېړنو پر مهال داسې کوم شواهد او مدراک ترلاسه نه کړل، چې د پکتيکا د والي عبدالکريم متين څرګندونې ثابتې کړي. ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي امنيت شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د پکتيکا والي د خپلو نا مسوولو څرګندونو له امله بايد له خپلې دندې څخه لرې شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery