دخپریدو نیټه : 2015-05-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ميلبن: د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا باور لرو
احمد فیصل
په هېواد کې د وسله والو مخالفينو د بريدونو په پايله کې د خلکو د اندېښنو د زياتېدو په اړه اروپايي ټولنې ويلي، چې د افغان امنيتي ځواکونو پر پياوړتيا ډاډ لري او دغه ځواکونه به امنيت کنټرول کړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانس مايکل مليبن وايي د افغانستان امنيتي ځواکونه به د تېرو کلونو په څېر د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې په برخه کې بريالي شي. ميلبن زياته کړه چې افغانستان له ډېرو ننګونو سره مخ دى، خو اروپايي ټولنه د هېواد وضعيت په ځانګړي ډول امنيتي مسايل له نږدې څاري او د دغو ننګونو پر وړاندې له افغان دولت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.