دخپریدو نیټه : 2015-05-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ټیم جانسن: په افغانستان کې د سولې راتلو لپاره د ګاونډیانو همکاري مهمه ده
احمد فیصل
د اسيا لپاره د بحران نړيوال سازمان مشر وايي په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د ګاونډيو هېوادونو همکاري شرط ده. د حکومت د اجراييه رياست د مطبوعاتي دفتر وايي د بحران د نړيوال سازمان ټيم جانسن اجرایه رییس عبدالله سره د ليدنې پرمهال وويل چې د سولې لپاره د افغانستان د ګاونډيانو او سيمې هيوادونو رښتينې همکاري شرط ده او ټولې خواوې بايد په دې برخه کې دقيق کار وکړي . هغه زياته کړه، چې افغانستان له يوه سخت حالت څخه تېر شوی او ددې وخت دی، چې حکومت له حاضرو فرصتونو څخه سالمه استفاده وکړي.