دخپریدو نیټه : 2015-05-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني د اریانا افغان هوایي شرکت د نوم د بدلېدو اوازه رد کړه
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني هغه راپورونه رد کړي چې پر اساس یې ویل شوي و چې حکومت غواړي د افغانستان د ملي هوايي شرکت اریانا افغان تاریخي نوم بدل کړي. ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د خصوصي هوايي شرکتونو له استازو سره په ارګ کې د کتنې پر مهال وویل، حکومت د اریانا افغان هوايي شرکت د نوم ساتنې ته ژمن دی ځکه چې دا نوم د افغانستان د تاریخي شتمنۍ یوه برخه ده. ولسمشر محمد اشرف غني همداراز د انترنټ له لارې په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې دا ډول راپورونه چې د اریانا افغان هوايي شرکت نوم به بدل شي او یا به د دې شرکت شتمني بل شرکت ته ورکړای شي، یوازې تشې اوازې دي. د افغانستان د هوايي چلن او ترانسپورت وزارت هم په جلا خبرپاڼه کې په دې باب خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.