دخپریدو نیټه : 2015-05-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نیکولاس هیسم: افغانستان له سولې پرته ژوندی نه شي پاتې کېداى
احمد فیصل
ملګري ملتونه وايي افغانستان له سولې پرته نه شي پاتې کېداى. په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د غويي په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هيسم دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سياسي چارو له څانګې سره د يوې مرکې پر مهال کړې دي. هغه زياته کړې: ((جګړه د افغانستان لپاره نور د تحمل وړ نه ده او دغه هېواد له سولې پرته ژوندی نه شي پاتې کېداى.)) نوموړي ويلي، کومې مرستې چې د امنيتي ځواکونو د دوامداره پاتې کېدو لپاره کېږي، دا مرستې به د ټول عمر لپاره نه وي. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ويلي، دا سمه ده چې سوله به په ژر فرصت کې نه راځي، خو د اوږودمهاله لپاره افغانستان له سولې پرته ژوند نه شي کولى.