مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-10   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني: د قوانینو او اصولو خلاف اقداماتو مخنیوی دې وشي

احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هر هغه اقدام چې د هېواد د اصولو او دولت د نافذو قوانينو پر خلاف وي، سمدستي دې ودرول شي. نوموړي دغه څرګندونې د عدليې له وزير عبدالبصير انور سره پرون له غرمې مخکې د ياد وزارت د لومړيو سلو ورځو پلان د ارزولو پر مهال په ارګ کې وکړې. په دې کتنه کې چې د عدليې د وزير تر څنګ د دغه وزارت يو شمېر نورو چارواکو هم شتون درلود. ولسمشر غني ويلي چې د هېواد نافذ قوانين بايد د اړتياوو ځواب ويونکي، د فهم او اجرا وړ وي، تر څو د هېواد راتلونکي ته يو ښه مېراث پر ځاى پرېښودل شي. هغه د ياد وزارت د لومړيو سلو ورځو پلان تر اورېدو وروسته ويلي چې د دغه وزارت د لومړيو سلو ورځو پلان بايد د افغانستان خلکو ته يو ښکاره پيغام ولري او هغه لنډمهالې او منځمهالې پايلې چې له امله يې په اوږدمهال کې کوم بدلونونه رامنځته کېږي، ښکاره او څرګند وي. ده زياته کړې، په لومړيو سلو ورځو کې دې د عدليې وزارت ريفورم په کاري لومړيتوب کې شامل او يوه جامع اصلاحي طرحه دې تر لاس لاندې ونيول شي. نوموړي ټينګار کړی چې د سل ورځني پلان له پلي کېدو بايد ملت ته پوره معلومات ورکړل شي. ولسمشر وايي، د هغو کسانو لپاره چې د ټيټو زده کړو لرونکي دي او يا هم تخصص نه لري، بايد يوه جامع او قانون منده طرحه وړاندې شي، تر څو د هغې له مخې اجراات وشي. د دې کتنې پر مهال د عدليې وزير، د دغه وزارت کاري پلان د قانون جوړولو، حقوقي خدمتونو، د محجوزينو چارو او د ادارې او مديريت په څلورو بنسټيزو برخو کې وړاندې کړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery