مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-11   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

دوه سوه پوليس تر روزلو وروسته دندو ته وليږل سول .

benawa afghanistan
لودين
پر همدي مهال هغه پوليس چې په دي مرکز کي يې زدکړي تر لاسه کړي وايې چې د استادانو له لوري نه يوازي د پوليسو اړوند زدکړي ورکول سوي دي بلکي د سواد په برخه کې هم روزنه ورکول کيږي
په کندهار کي دوه سوه تنه پوليسو ته د دوو او څلورو مياشتو په اوږدو کي مسلکي زدکړي ورکول سوي او دندو ته وليږدول سول. ددي مرکز مشر مل پاسوال نصر الله ظريفي د هغوی د فراغت په مراسمو کې وويل چې دغه کسانو ته د افغاني مجربو استادانو له لوري زدکړي ورکول سوي دي او د پوليسو له دي شمېر څخه ١١٨ تنه يې د اروزګان ملي پوليس او پاته شاوخوا ٧٨ تنه يې د عامه نظم د پوليسو د شپږمي لواء اړوند دي. هغه دي ته په اشاري سره چې د پوليسو په ليکو کې ډېر سرتېري په نشيي توکو روږدي وايې دا مهال ډاډه دى چې روزل سوي پوليس به نشيي توکي استعمال نه کړي.ښاغلي ظريفي وويل چې تر ډېره به يې تمرکز د نشيي توکو پر کمښت او د پوليسو پر سواد زده کړه وي. پر همدي مهال هغه پوليس چې په دي مرکز کي يې زدکړي تر لاسه کړي وايې چې د استادانو له لوري نه يوازي د پوليسو اړوند زدکړي ورکول سوي دي بلکي د سواد په برخه کې هم روزنه ورکول کيږي .هغوى وايې چې له فراغت وروسته به د خپلو خلکو او خاوري د خرمت لپاره کار وکړي او هڅه به وکړي چې قانون په ښه توګه پلي کړي. په کندهار کي دغه ٢٠٠ تنه پوليس په داسې وخت کې روزنه تر لاسه کوي چې له دي مرکز څخه د ١٣٨٣ کال را په دي خوا له شپيتو څخه تر اويا زرو تنو پوري پوليس روزل سوي دي.بايد يادونه وسي چې وړاندي ددي مرکز ډېري چاري بهرنيانو پر مخ وړلي ولي اوس مهال يې ټولي چاري افغان جنرالان پر مخ بيايي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery