مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ۳۱ یرغمل شویو مسافرو له ډلې شپږ تنه مړه شوي

احمد فیصل
د هغو ۳۱ یرغمل شویو مسافرو له ډلې چې ۱۹ تنه یې پرون ازاد شول شپږ تنه یې وژل شوي دي. والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوه قومي مشر له قوله ویلي چې پنځه تنه وسله وال اعدام کړي او یو کس چې عمر یې ډېر و پر خپل مرګ مړ شوی دی. د میرزاخان په نوم دغه قومي مشر ویلي چې په وژل شویو کې یو کس یې د افغان پوځ سرتېری و. سره له دې چې ولسمشر اشرف غني وايي د ازادو شویو کسانو پر سر تبادله نه ده شوې خو د زابل د ولایتي شورا مشر ویلي چې د دغو کسانو د خلاصون په بدل ۲۲ ازبکان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل و، ازاد شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery