دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د بحرین شاه هم د امریکا له کمپ ډیویډ غونډې پر شا شوی
احمد فیصل
د سعودي تر پاچا وروسته د بحرین شاه هم د امریکا په کمپ ډیویډ غونډه کې له ګډون څخه پر شا شوی دی. د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي چې د امریکا او عرب ملاتړو د غونډې د اجنډا په اړه سعودي له وړاندې هېڅ راز اندېښنه له دوی سره نه ده شریکه کړې. ویل کېږي چې د عمان او اماراتو مشران به هم د ناروغۍ له کبله په دې غونډه کې ګډون ونکړي. ویل کېږي چې د خلیج د هېوادونو مشرانو د ایران پر وړاندې د اوباما پالیسۍ ته د غبرګون په موخه په دې غونډه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.