دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني: د نشه یي توکو مخنیوی یوازې د حکومت دنده نه ده
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني وايي، د نشه يي توکو مخنيوى يوازې د افغان حکومت مسووليت نه دى، بلکې بايد د نشه يي توکو د مصرفوونکو او قاچاق کوونکو لپاره هم تدابير ونيول شي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې او د قانون د تنفيذ د نړيوالې ادارې له مرستيال ويليم براون فيلډ په کتنه کې د نشه يي توکو په اړه د ګډې تګلارې، د نشه يي توکو د له منځه وړلو، د قاچاق کوونکو د تعقيب، بديل معيشت، څو اړخيزې همکارۍ او له يو بل سره د معلوماتو د شريکولو پر موضوعاتو بحث کړی . سرچينې د براون فيلډ له قوله ليکلي په دې کې شک نشته چې نشه يي توکي په افغانستان کې له فساد، جرمي اقتصاد او د تاوتريخوالي رامنځته کوونکو وسله والو ډلو له عوايدو او اقتصاد سره تړاو لري او په دې اړه متوازنې او جامعې تګلارې ته اړتيا ده.