دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
هیریش: بن لادن سمندر ته نه دی غورځول شوی بلکي په افغانستان کې خښ شوی
احمد فیصل
په لندن کې په یوه خپور شوي راپور کې ادعا شوې ده چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې خښ کړای شوی دی. د پولټزر جایزې ګټونکي ژورنالیست سیمور هیریش (Seymour Heresh) په یوه مقاله کې ویلي چې بن لادن سمندر ته نه دی غورځول شوی. ده د امریکا او پاکستان د پخوانیو استخباراتي مامورینو په حواله ادعا کړې ده چې سپینې ماڼۍ او سي آی اې د بن لادن د وژلو د څرنګوالي او اوبو ته د هغه د غورځولو په باب غلط معلومات خپاره کړي دي. هیریش زیاتوي، په ایبټ اباد کې د بن لادن د اوسېدو ځای د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي امریکایانو ته په دې هیله ورښودلی و چې د بن لادن پر سر ۲۵ ملیون ډالره جایزه ترلاسه کړي. لیکوال دغه راز ویلي چې د وژل کېدو په ورځو کې د القاعده شبکې له نورو غړیو سره د بن لادن تماس پرې شوی و، بن لادن نور د القاعده شبکې رهبري نه کوله او نه هم د ده په کور کې د پام وړ استخباراتي معلومات ترلاسه شوي دي.