دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نواز شریف نن کابل ته راځي
احمد فیصل
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له یوه لوړ پوړي پلاوي سره نن کابل ته راځي. په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه سفر د ولسمشر اشرف غني په بلنه ترسره کیږي. سرچینې زیاته کړې، چې تر دې سفر مخکې پرون په اسلام اباد کې د لومړي وزیر نواز شریف په مشرۍ یوه غونډه وشوه، چې پکې له افغان چارواکو سره د خبرو پر ایجنډا غور وشو. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې سفر کې له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز، د لومړي وزیر ځانګړی سلاکار طارق فاطمي، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز چوهدري او یو شمیر نور لوړ پوړي چارواکي ملتیا کوي. سرچینه کاږي، چې ددې سفر پر مهال به لومړی وزیر نواز شریف او افغان ولسمشر اشرف ترمنځ تر تفصیلي خبرو اترو مخکې به دواړه مشران دوه په دوه خبرې کوي، دغه راز پلاوی به د افغانستان اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم ګوري.